دشانګهای تړون او په راتلوونکی کې دڅوقطبي نظام را منځته کيدل !
ژبارونکی : عزيزاحمد خوارمل ژبارونکی : عزيزاحمد خوارمل

دانټرنيټ دفارسی منابعوڅخه

 

۱- دشانګهای تړون او په راتلوونکی کې دڅوقطبي نظام را منځته کيدل!

۲- په بيشکيک کې څه تيرسول ؟

۳- دشانګها په سرمشريزه غونډه کې دروسيې ولسمشر ولاديمير پوتين:په افغانستان کې د امنيت د نړيوال کنفرانس د جوړولو غوښتنه وکړه !

۴-دمنځني اسياپه خوراخواراومسکين هيوادکې دمسکوژئوپوليټيک ګټي!

 

دشانګهای تړون او په راتلوونکی کې دڅوقطبي نظام را منځته کيدل!

 (۱)

                 د شانګهاى دمرستی دسازمان سرمشريزه غونډه چې دقيرغيزستان په پلازمېنه بيشکيک کې د غړيوهېوادونود ولسمشرانو په ګډون پرانېستل شوه ،د غړيوهېوادونو د ولسمشرانو دلړيدونوپه انځورولوسره يې ددی سازمان په بڼه ورکولوسره يې دسترګې په لارڅوقطبي نظام انځور يې  رامنځته کړل.

په دغه سازمان کی هغه هيوادونه برخه لری کوم چې دمعاصری نړی يوپرڅلرمه ۱/۴ برخه وګړي اواولسونه په کښې کې ژوند کوی اودمځکی دکروي دمساحت يوپرڅلرمه ۱/۴برخه وچه مځکه اوهمدارنګه دنړی داستراتيژيکواوسوق الجهشی سيمونيمايې   برخه په لاسه کې لری اوددی هيوادونودمځکوپه يوځای کيدو سره په دی ډول ددی سازمان  د ژئواستراتيژيك موقعيت  له مخی دغه تړون دپوهيدو وړ دی  اوددی تړون حساسی اوبنسټيزی  موقعيت اوځانګړتياوی  يې انځورکړيدی  .

               د شانګهاى دمرستی دسازمان داصلی مشرانو اودکتوونکوغړوپه شمول دخبراتروپه جريان کې دخپلو دريځونوپه بيانولواوبربنډه کولوسره  وڅوټکوته په اشاری سره وويل ،چې دمعاصرنړی دسياسي جغرافيی په پلی کيدوسره په ټوليز ډول به بدلون رامنځته شی اوپه نړي کې ديوی نوی رغاونواله،نظم ليدونکی به يواوپه ځانګری توګه به « په نړی کې د يو قطبي نظام پای ته   » رسيدل ونړيوالوته زيری ورکوی .

             د شانګهاى دمرستی دسازمان دګډونکوونکوهيوادونودمشرانودټينګارله مخی کولای سوښه تره پوه سو چې دڅوتاثيراوچوونکومرکزونورپه شتوالی سره دنړيوال نظام په جوړښت  کې څه ډول لړليدونه په لمړی پړاوکي دغه سازمان مخ ته  لری اووکوموبنسټيزومسائيلوته خاصه پاملرنه سته دی ، چې لاندنی لړليک د شانګهاى تړون په لمړی پړاوکې دمسائيلو سرليک جوړه وي :


     ۱-دسيمه ايزوتړونونوځواکمن کيدل اوپه لمړی پړاوکې دسيمه ايزوځواکونو دمرکزيت جوړه ول
دامنيت دتامينولو او  درامنځته کو لو په خاطر .    

      ۲- دسيمه ايزوځواکونو پر روغاونی باندی اودهرډول باندني لاسوهنوپه  مخ نيوی اوپه له منځه وړلوکې  يې ټينګار وسو .

    ۳- خبراتری   اومباحثی دنوی  څوقطبی نظام دجوړښت اودرامنځته کيدلوپه هکله  په نړی کښې .

چی دوه لمړني مادی يې  په خاصه توګه دفاعی دريځ درلونکی دی چې د سيمه ايزو اړتياووتامينيدلوته اړه  لری  مګردريمه ماده يې يو يرغليزه لړلىداوپرمختګ  دی دنړيوال ځواک دجوړښت  درامنځته کيدوپه اړه نوي خبری دويلودپا ره لری  چې  په زعرنده توګه دنړی داوسنی يوقطبی نظام سره په ضديت اوتيری کې دی اوپه مشخصه توګه  ددی وضعيت په رده ولوسره په دی هکله دبنسټيزوپرمختګونودرامنځته کيدوغوښتونکی دی چې وکولاسی  وسترګی پر لارروښانه  موخی  ته ورواوړي . اصلی مسئله  دلته ده چې واشنگتن« دنړيوالواړيکو وامنيتي كيدلوته »  ډيرزيار باسی اوغواړی ترڅوخپله زبرځواکی په يوشميرپرخوکې رامخته کړی  اوهمدارنګه دتروريزم  دمبارزی بيرغ يې هم  راپورته کړي دی اوپه نيجه کښی بی امنيتی اوګده وډی يې رامنځته کړی دی .مګردګډون کوونکو هيوادونو مشرانو  دبيشکيک په غونډه کښې دسيمي دامنيت د ساتلو اودلوړتيا اودتامينيدلوپه هکله اوپربنسټيزواقتصادی پرمختګونوباندی د خپل منځي  اړيکوپرپراختيای باندی  هم  ټينګاروکړل  ترڅو د واکمن اقتصادپه رڼا کې وکولای شی  خپلي موخي اوکړنلاره په ګټوراوښه تره توګه  ترسره کړي  .

           ددی ټولولړليدونودنسبی توپيرونوسربيره دچېن اودروسيي دريځونه لږاوډير يودبله سره په توپيرکی ليدل کيږی چې دڅيړني وړ دی ،دا په دی معنا دی چې  دچين هيواد  هم مهاله   وامنيتی مسائيلوته  پام کوی  اوپه خاصه توګه واقتصادی مسائيلوته ډيره پاملرنه لری  ،مګرروسيه دونی واقتصادی مسائيلوته  دويلوکومه جملی نه لری اصلآ  پرامنيتی مرکزيت باندی ټينکار کوی  اوپه مشخصه توګه ددی غوښتونکی دی چې خپل امنيتي  موخي اولړليدونه  دشانګهای تړون  دتربيون اودويناودميزدلاری نه خپورکړی دشانکها دمرستی  دسازمان په وروستيوشيبوکښې هم داصلی موادودموخوپه هکله ټينګاروسوچې دنورزيات څيړنواوتفسير اړتيا ورته نسته اوپه پوره اندازه دددی سازمان دموخوښکارندوی کوی   دشانګهای دمرستی دسازمان په بيانيی کې پردی باندی ټينګاروسوچې يوازی په منځني اسياکې دامنيت   په ټينګه ولوکې دسيمی دهيوادونو دځواکونو دموجوده ژمنود « سيميزي  يووالی  » په چوکات کې  منځته راتلاي سی په همدی ډول په غښتلی توګه د« امريکی اودناتو » بنسټيزسياستونه يې دخپلوموخودلاسته راوړلوپه هکله په منځني اسيا اوقفقاز کې ترجدي پوښتني لاندی راوستي دی  اوهغه نه منی او رده وي يې . ددغه  بيانی دمتن په وروستنی برخه  کې دنړيوالی نظام پرڅوقطبی کيدلوباندی ټينګارسويدی  اودهغه دمنځته راتلواودموخواوسترګي په لار،لاسته راوړه نواوبرياووپه هکله څرګنده وی چې دغسی امکان رامنځته کوی. ترڅو راتلوونکی  مساوی سوله اوامنيت  رامنځته کړی اودنړی دهيوادونه يوډول پرمختګونه هم رامنځته کړی ،دغه څوټکي کاملا دامريکی ددی څووروستيوکلونوزبرځواکی اوواکداری  ته  يې موخي نيولی  دی   . که څه هم دوروستنې ګزارش  په متن کې دتشريحي اودسوالونواوځوابونو دجملاتو څخه ډده شوی وو،همدارنګه دامريکايي اواروپايي رسنيوغبرګون ددی ښکارندوی دی چې ددی پيغام اوريدونکی په څرګنډه توګه  دپيغام جوړونکو په دی پلان اوطرحی باندی پوهيږی اوپه دی پاندی پوه دی  چې دشانګهای دمرستی سازمان ماهيتآپه اصلی بنه اوپه خپل ذات کې  يوامريکايي ضدبڼه اوڅيره لری ، اوپه واقعيت سره داهمدغسی لړليددی چې دامريکا دولت ټينګار کوی اووايي چې  دامريکی ترکارلاندی دفاعي راکټی هډه دروسيي دپاره ګواښ نه دی مګردسيمي دپاره لوی ګواښ دی اويوشمير دشانګهای دمرستی دسازمان غړی هيوادونه  په دی هکله ددی مسئلی په اړه يوه ګډه فيصله يې رامنځته کړ.

       په دی  اړه خو مهمه موضوع دا دی ،که څه هم د شانګهای تړون ديومساوی اوانډل کيدلوبرابرعامل په توګه د« ناتوتړون » په وړاندی څيړل کيږی ،که دغه مسئله هم دغسي وي چې دشانګهای تړون  دی د« نظامي تړون » پرلور روان سی په واقعيت کې دا به ددی امکان رامنځته کړی چې واشينګتن يې غواړی اوپه حقيقت سره دايوډول« تسليحاتي مسابقه »  به وی چې په يونوی چوکات کې يې پر معاصری  نړي باندی يې تحميل او تاوان يې کړی .

      څيړونکی په  دی هکله داهسی وايي چې سمه اوصحيح لاره به دا وی  چې دنظامی تړون دجوړولواورامنځته کيدلوپرځای چې  يوشان ته  لکه د« ناتو تړون» په څيروي،دا به ښه وي چې ډيرسترسياسي اوتبليغاتی کارونه  اوچاری دی دناتودنظامی تړون دمنځته تلواودورکيدوی په هکله ترسره شی اوددی زمينه دی رامنځ ته شی .

     همدارنګه دشانګهای تړون که دنظامی کيدو پرلور روان وی نوهرمروبه خپل منځنی فضا اونړيواله فضا به په زغرده سره و يوه « تړلی فضا » ته بدلون  ومومي چې يوازی نظامګری به وی اوامنيتی لړليدونه به ورباندی واکداره وي اودناتواوشانګهای ترمنځ به دسوړجنګ ملتيا به دځانه سره ولری . سربيره پردی چې دغه تړون به په خپل ځای کې د ډيروارزښتونواوحساسيتونوڅخه برخه من دی .دشانګهای تړون قرارقرار پرهغه لوری پرمخ ځی  اوټينګيښت پيداکوي ترڅودامريکی يواړخيزاوځاني زبرځواکی ختم کړی اودسترګي پرلار  يوڅوقطبی نظام ته بڼه ورکړی اوديومنل  سوی نړيوال واک جوړښت ومعاصری نړی ته وړاندی کړی اوهم مهاله   دنظامی ګری  اودتسليحاتی مسابقی دتبليغاتوڅخه هم لاس واخلی   .       

په بيشکيک کې څه تيرسول ؟

(۲)

          دنړيوالورسينوپه حواله   زياتره ترپنځه (۵) زره تنه پوليس دقزغيرستان په پلازمنه دبيشکيک په ښارکی  دامنيت دتامينولودندی يې  په غاړه درلودل.اويوشميرپوليس کاملآ  سپين نظامې يونيفورم يې اغوستی وو چې دغونډی دګډون کوونکومشرانو دڅيری تصويرونه  يې ددوی له مخونونه ښکاريدل  .

            د شانګهاى دمرستی دسازمان يا(SCO )  سرمشريزه غونډه  چې دغړيوهيوادونو اوومه (۷مه) غونډه  ده داپه داهسی مهال کښی دقيرغيزستان په پلازمېنه  بيشکيک کې يې پيل شو چې دقيرغيزستان ناداره اومسکين هيوادته چې (۵) پينځه ميليونه وګړی   لری خورا يوه لويه نړيواله  پيښه   ګڼل کيږی  .

په دغه سرمشريزه غونډه کښې د  چين روسيی، قزاقستان، تاجيکستان، قرقيزستان، ازبکستان هيوادونه د اصلی غړيو په  توګه اودايران  ،مغولستان دهيوادونومشران د شانګهاى دمرستی دسازمان دناظروغړيوپه توګه په دی غونډه کښی برخه لرل  .

اوهمدارنګه په دی غوڼده کښی  دهنداودپاکستان دباندنيوچارووزريران هم دناظروهيوادونوپه توګه اودملګروملتونودسازمان  دسرمنشی  مرستيال اودافغانستان اودترکمنستان دهيوادونومشران دميلمه په توګه ودی غونډی ته رابلل شوی وه .

              د شانګهاى دمرستی دسازمان يا(SCO )    په اوومه (۷مه) غِونډ کښی  ددی سارمان  دسرمنشی اودکړنواواجرائيوی سيمه ايزومديريت دترهګری ضد چارودمديرلخوا په مختلفوبرخوکښی ددغه سارمان دکړنوګزارش ورکول سول   .

          داغونډه په داهسی مهال کښی  پرانستل کيږی چې دپراختيا موضوع يې  نه ووپلان سوی مګرديوشمير هيوادونودمشرانولخواهم ددی مسئلي  وړانديز سوي وو ،له هغه جملی نه دايران دهيوادلخوا څخه په دی  هکله وغونډی ته وړانديزصورت موندلی وو،حال داچې  دغه مهمه مسئله  په دی  غونډی کښې دکاراوکړنو په پلان  کې نه وو نيول سوی  .په  ۲۰۰۶ م کال کې ددی سازمان يا(SCO ) په  سرمشريزه غونډه کې پريګړه سوی وو چې ددسازمان دپراختيا مسئله دی داوس دپاره وځنډولو سی نوله همدی کبله  دبيشکيک  په غونډه کښی دسازمان دپراختيا مسئله دغونډی په پلان اواجنډا کښی نه وونيول سوی .

         ((آندرى دنيسوف))دروسيي دباندنيوچارودوزارت لمړی مرستيال دخبرليکوونکواوورځپاڼوليکوونکوسره په خبراترواوسوال ځواب کې وويل :دشانګهای دراتلونکی پراختيا په هکله يې  ددی پوښتنی په ځواب کې توضيح ورکړ،ددی سازمان پراختيا کيدنه دډيروکارپوهانودتوجووړبحثونه يې رامنځته کړی دی  ده په دی  اړه دمسکود رسمی دريځ  په هکله  ده وويل چې دشانګها دمرستي سازمان يوځوان جوړښت لری اودهغه دجوړيدوڅخه شپږ(۶)  کاله تيرسواوهمدااوس دپښوايښيدولوپه  ترځ  کې دی  .

  ده بيا وويل دهغه دپراختيا دځنډولودپروسی د پريکړی  سبب دادی چې همدا اوس ودی ته اړتيا ليدل کيږی اوډير دځير وړ دی چې ترڅو ددی سازمان په داخل  اودننه کېيووالی غښتلي اومشخص سی اوڅيړنه دی وشی چې  دکوموهيوادونوپه راتګ سره ددی سازمان ډيرتره ګټه خوندی کيږی  بيا دی  نودغه هيوادونه په کښې کې ګډون  وکړی اوغړيتوب دی ترلاسه کړی په  دی هکله پريکړه رامنځته سوي دی  .

       ((آندرى دنيسوف)) ددغه  سازمان د مرستی په هکله دايران سره اوپه دی اړه يې دلويديزوهيوادونودڅارني ،انګيرنې اودعکس العمل په هکله وو يل : په ډير جراء ت سره ووايم چې دشانګهای دغړوهيوادونوپه ډيري ټينګي اړيکي په خپل منځ کې يې سره  لری چې په ډير مشکل سره وکولای شو دا اړيکي  له منځه يې يوسو .

        د شانګهاى دمرستی سازمان يا(SCO )    يوولس (۱۱) کاله پخوا دترهګری په وړاندی اودمنځنی اسيا دپلواوسرحداتواونورواړوندومسائيلواوموضوعاتودپاره رامنځته سو. کوم  وخت  چې دامريکی هيوادپه ازبکستان اوقرغيزستان کې دنظامی اډوپه جوړيدويې پيل  وکړ ،دروسيي اودچين هيوادونه هم ددغه سازمان دځواکمن کيدو په  لټه کې سول اوډګرته راووتل  .  دهمدغه دليل پر بنسټ دايران ،پاکستان،هنداومغولستان هيوادونه هم دناظروهيوادونوپه توګه ودی سازمان ته ورګډ سول  اودهمدی کبله د شانګهاى دمرستی سازمان يا(SCO )  ډيرژردسيمی  دهيوادونوپه ګډون اوپه برخی اخيستنی سره  ديوځواکمنی ډلي  په توګه رامنځته سو اودموخواساسی اوبنسټيزه  سرليک يې دامريکی دنړيوالی زبرځواکی په وړاندی  مبارزه  تعريف  سو يدی  اوبس .

         دايران جمهوررئيس محمود احمدی نژاد، د شانګهاى دمرستی دسازمان په تيراومخکنې غونډه کې ددی وړانديز يې کړی وواوددی هيله مندوو چې دغه سازمان دی په يوستر د سوداګري، اقتصادي او سياسی  با نفوسه موسسه دی واوړل سي ترڅووکولای سي چې دښکيلاک ګروزبرځواکوواکدارانودګواښ اودنړيوالی مداخلی مخنيوی دی وکړی .

         همدارنګه د شانګهاى دمرستی سازمان يا(SCO ) ،دايران دجمهوررئيس احمدی نژاد ووړانديزته يې ښه راغلاست وويل  مګرداهسی ترسترګوکيږی چې په دی سازمان کې دايران دغړيتوب پريکړه داصلی غړودميزونوپرمخ لاتراوسه هم نه دی پروت ،ديوشميرسياسي څيړونکوپه هاندديودغسي  کارپيل کيدل اوترسره کيدل دشانګهای سازمان به دامريکی سره دمخا مخ کيدلومعنا ولری اوپه سيمه کښې به يوزغرده ګواښ دامريکي په وړاندی وی .     

        په همددی ډول د شانګهاى دمرستی سازمان دخپل ټينګښت اوواکمن کيدودپاره په دی لټه دی چې و نورو سيمو ته دبيشکيک دغونډی توجوور واړه وي چې دهغوسيمودجملی نه يويې هم دانرژی سيمه ده  .

       ديوشميرروسيی چارواکودخبروپربنسټ د شانګهاى دمرستی سازمان يا(SCO ) دسرمشريزه غوڼدی مشران په دی لټه کې دی  ترڅودانرژي ديوکلوپ  دموضوع رامنځته کول په دی سازمان کې ترڅيړني ،برسی اومطالعی لاندی ونيسی .

       اوهمدارنګه ترکمنسان دشانګهای دسازمان غړيتوب نلری ،خودترکمنستان هيواد چې دګاز په را ايستلواوپه توليدايدلو کې دپخواني شوروی دهيوادونود دوهم هيوادله جملی څخه کڼل کيږی له دغه هيواددجهموررئيس څخه هم ودغی غونډی ته دميلمه په توګه بلنه ځنې سوی وو .

       "قربان قلی بردی محمدی اف" دترکمنستان جمهوررئيس دقيرغيزستان دسفر نه وړاندی  دتکمنستان په پلازمينه عشق ابادکې د"دانيل سوليوان"، دامريکی دباندنيوچاروددوزارت دانرژی ،اقتصاداودتجارت پ

 

 

     ((ريچارد بوچر)) دجون په  تيره مياشت کې دبيشکيک نه په يوه کتنی کښې وويل :چې په بيشکيک کې   دامريکی هوايي  اډی يودوه اړخيزه موضوع ده اودغه مسئله دشانګهای دمرستی په سازمان پوری  اړه نه لری .

     همدا ډول په دی هکله دقيرغيزستان دباندنيوچارووزيرهم دشانګهای دغونډی دپيل کيدونه مخکې  اعلان وکړ چې هيواديې دامريکی دنظامی اډی دتړلوقصدنلری ځکه ددغه هوايي نظامي  اډی شته والي دافغانستان دهيواد  دبيا روغاوني  په پروسی کښی ډيرمهم دی  .

  دا په دی معنا ندی  چې د شانګهاى دمرستی سازمان دی لکه چې په ازبکستان کې دعملی واک څخه برخمن وو اوپه قيرِيزستان کې دی نه وی اوخصوصا دا چې روسيه هم دا اوس په دی هيواد کې ديوی  نظامی اډی درلوونکی دی .

دبله خوانه  داهسی ليدل کيږی چې دغه سازمان دااوس دنږدی راتلونکی دپاره  قصد نلری چې په په سيمه کښی دامريکی دشتون اوشتوالی په هکله يوبل ستر دسردرد رامنځته کړی .پرهمدی بنسټ ديوشميرناظروهيوادونوددايمی  اوتل پاتی  غړيتوب په باب دهغه جملی نه دايران دهيواد په هکله دا اوس مهال د شانګهاى دمرستی سازمان يا(SCO )  دکاراوپلان څخه وتلی دی .

 

دشانګها په سرمشريزه غونډه کې دروسيې ولسمشر ولاديمير پوتين:په افغانستان کې د امنيت د نړيوال کنفرانس د جوړولو غوښتنه وکړه !

(۳)

       دروسيې جمهوررئيس ولاديمير پوتين په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت سره د مرستې په موخه د امنيت د نړيوال کنفرانس د جوړولو غوښتنه وکړه .

ولاديمير پوتين دشانګهاى تړون سرمشريزې غونډې ته په خپله وينا کې بيله دا  چې دکوم بل  هېواد نوم واخلي ، وويل چې په يو اړخيز ډول د نړۍ د هرې سيمه ايزې مسئلې حل کول ګټه نه لري .

      پوتين په همدی ډول  وړانديز وکړ، چې د شانګهاى تړون دې له افغانستان سره د مرستو او امنيت دپاره د امنيت يو نړيوال کنفرانس جوړکړي .

نوموړي وويل چې په افغانستان کې د نشهء يي توکيو پر ضد د ښې مبارزې دپاره خامخا دی  دافغانستان ګردچاپيره يو امنيتي ديوال جوړ کړاى شي او د شانګهاى د تړون غړي هېوادونه يې بايد څارنه وکړي .

پوتين زياته کړه چې په دی  کار سره به په افغانستان کې د نشه ء يي توکيو ترڅنګ د جعلي پيسو دکاروبار مخه هم ونيول شي .

       د پوتين د ويناپربنسټ ، د ايس سي او غړي ټول هېوادونه  په افغانستان کې امن او ثبات غواړي او ددې کار دپاره د يوه ځانګړي کنفرانس د جوړېدو وړانديز کوى .

د شانګهاى تړون دکنفرانس برخوالو د سيمې اونړۍ د ډېرو ستونزو اصلي سرچينه په افغانستان کې وبلله .

      د شانګهاى دمرستی اوهمکاری تړون شپږکاله پخواپه منځنۍ آسياکې دامريکاد نفوذ د مخنيوي لپاره تاسيس شو.

که څه هم ددې تړون غړي هېوادونه دا خبره رسماً نه کوي ، چې دغرب پر وړاندې جوړشوى، خو چين او روسيه دمنځنۍ اسياد تېلو اوګازو شتمنه سيمه خپله سيمه  بولي .

لوېديځې خبري رسنيی  د روسيې دا وړانديزد هغو خبرونو تاييد بولي، چې ويل کيږي  چې روسيه هڅه کوي بيا په افغانستان کې نفوذ وکړي .

اوهمدارنګه د روسيې،چين،اودمنځنۍ اسياد څلوروهيوادونود فوځيانو ګډفوځي تطبيقات  اودفوځيانوپه منځ کی دفوځي تجاربو دراکړی ورکړی  اودلاسته راولوپه هکله  دروسيې د اورال په جنوبي سيمه کې دغه پلان سوي فوځي ګډتطبيقات  ترسره سو .

په دغونظامی تمرينونوکې دشانګهاى تړون دغړيوهيوادونوشپږزره پنځه سوه (۶۵۰۰) تنه فوځيان برخه واخيستل اود تروريزم اوترهګری سره دمبارزې لارې چارې تمرين کړل .

       دالومړى ځل دى چې دشانګهاى تړون ټول غړي هيوادونه يوځاى په داډول فوځي مانورې کې برخه اخلي .

        د روسيې جمهورئيس پوتين اودچين ولسمشرهوجين تاو دغه نظامی تطبيقات د نژدې وليدل .

دا تمرينونه وروسته تر هغه ترسره سول چې په قرغيزستان کې دشانګهاى دمرستی د سازمان مشرانو پلان سوی غونډه ترسره سواوپای ته ورسيدی ./

 

دمنځني اسياپه خوراخوار اومسکين هيوادکې دمسکو ژئوپوليټيک ګټي !

(۴)

 

             روسيه  په قيرغيزستان کې دخپل نظامی  شتون د ډيريدوپه هڅه کې دی  اودامهال دقيرغيزستان د هيوادپه اقتصادکې دوه مليارده ډالره پانګه اچونی يې کړی دی .

            دروسي دنووستي دخپرونی ديوسرليک دګزارش په حواله : روسيه غواړي وښيي اوودی ته چمتودی چې دقيرغيزستان په راجذبول او ددغه هيوادګډون په مختلفو اقتصادی پروژوکې اوددی هيواد داقتصادی پراختيا اوامنيت په برخه کې دی لازمی مرستی ترسره کړی .

         کارپوهان داوايي چې دمسکو ژئوپوليټيک ګټی دمنځني اسيا  په  دی خورا خواراومسکين هيواد کې مخ پرزياتيدو دی  . همدا اوس په قيرغيزستان کې دمسکودنفوذ دپراختيا په هکله سخته مبارزه روانه ده اوترسره کيږی  اويو استراتيژيک ډګر دمنځنی اسيا دکنترول دپاره رامنځته شوي دی،اودا بيځايه  ندی چې  دروسيي نظامی اډه  دقيرغيزستان دکانت په  سيمی کښی پروت دی اوهمدا ډول دامريکا نظامی اډه دقيرغيزستان  دمانس په هوايي ډګر کی پروت دی  .

        روسيه،امريکا اوداروپا اتحاديه  په قرقيزستان، قزاقستان او ترکمنستان کې خپلي پانګی اچونی يې ډير کړی دی چې داکاردچين دهيواد داقتصادی ګټوخلاف  دی  . 

نووستي په دی  هکله ليکی : دروسيي هغه شميرپانګه اچوني چې دروسيی دولسمشر ولاديمير پوتين لخوادشانګهای دمرستی دسازمان په سرمشريزه غونډه کې اعلان سو،دبيشکيک دپاره ډيرزيات په زړه پوری دی  .

         الکسي مالاشنکودسيميزوچاروکارپوه وويل : دقيرغيزستان دپاره چې کلنی بودجه يې تيرکال شپږسوه (۶۰۰)  ميليونه ډالره وو په دونی اندازه پيسی ودی هيوادته يوتخيلی شميرپيسی  دی . ده وويل دکانت په نظامی اډی کښې داستراتيژيکوهوايي قواو دپراوزنودپاره چې دپوتين لخوا داستراتيژيکوهوايي الوتکو وپروازنو ته اجازه ورکول سوی دی ،اوپوتين ددی الوتکودپرواز ورکولو سياست  يې رامخته کړی دی چې اودغه الوتکي دپرواز په وخت کې په هواکې ودی ډول استراتيژيکوجګړيزوالوتکو ته نور غټ الوتکي تيل ورکوي اوداستراليا پرلوری روانيږی دا خبره په خپل نوبت سره ډيردپام او داهميت  وړدی .

             آجار کورتوف،  دروسيي داستراتيژيکوڅيړنودانستيتوت کارپوه ټينګار کوی اووايي : دا خبره واضح ده چې په قيرغيزستان کې دروسيي دنظامی اډی غښتلی کيدل اودهغه نه ملاتړدا يومتناسبه ځواب   دمنځنی اسيا دنورهيوادونواوخصوصآ دقزاقستان اودچين داقتصادی  ددريځ  وپراختيا ته نه دی   .

          دغه کار پوه وايي دغسی مسائل دپخواني شوروی اتحاد په دوران کې رامنځته سوی وه  هغه وخت په سخاوتمندانه توګه  ددوستی دهيلو پربنسټ  موتسليحاتی وسلی پخښ اوتوزيع کول  اوداوس مو (۱۰) لس مليارډه خپل پورموچې پرافغانستان باندی وو،هغه مو ودی هيواد ته ور وبخښل  .

        ايوان سافرانچوک،دنړيوال انستيتوت ديوی ځانګی مديرمسؤول  په دی باور دی : روسيه تلاښ کوی  په دی ډول  په تاجکستان اوترکمنستان کې د امريکی دنظامی اډو دځای پرځای کيدوڅخه مخ نيوی وکړی  .

      دسافرانچوک دوينا پربنسټ ، همدا اوس بايد داهسی يوتعادل رامنځته سی چې دقيرغيزستان چارواکي پوه شی اوترڅوودی نتيجی ته ورسيږی چې دامريکی نظامي اډه دقيرغيزستان په خاورکی  دمثبت اړخ په پرتله  ډير منفی  اړخ لري  .  /

 

 

 


September 3rd, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی